امنیت

په هېواد کې ۲۰۸ طالبان ووژل شول

کابل / د چنګاښ ۲۵مه / باختر
دوه سوه اته وسله وال طالبان په هېواد کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
باختر آژانس د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې خبر راکړ چې دغه وسله وال طالبان په تېرو ٢۴ ساعتو کې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو او د ولسي پاڅون کوونکو د عملياتو په بهير کې چې د هوايي ځواکونو په ملاتړ د کونړ، ننګرهار، غزني، پکتيا، قندهار، زابل،هرات، بادغيس، جوزجان، سمنګانو، بلخ، هلمند، نيمروز، تخار او کندز کې ترسره شول؛ وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې په دغو عملياتو کې ١۵٣ نور وسله وال طالبان ټپيان شوي او د هغوى وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
دغه راز افغان ځواکونو په همدې موده کې د یادو ولايتونو له ناامنو سيمو څخه د وسله والو طالبانو ١١ ماينونه چې کشف او شنډ کړل.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته