سیاست

دافغانستان دپرمختيا په برياليتوب کې ددولت رول وڅيړل شو .

کابل باختر د غبرګولي  يو ديرشمه

  دهيواد داقتصادي مرکزونو يو شمير استازو دافغانستان دپرمختيا په برياليتوب کې دولت درول تر عنوان لاندې يوه غونډه جوړه کړه .

 دغه غونډه په داسي حال کې جوړيږي چې په نږدي راتلونکي کې به دافغانستان داقتصادي  ودې او له  ٢٠١٤ کال څخه وروسته ددغه هيواد راتلونکي چې  بهرني ځواکونه له افغانستان څخه  وځي دجاپان  په توکيوکې  يوه غونډه جوړه شي .

 په دې غونډه کې دهيواد دسکتوري وزارتونو مسوولينو دخصوصي برخي استازو او سوداګرو اوپانګه والو ګډون کړې و .

 دغه غونډه په دې خاطر جوړه شوه چې لازمې سلامشورې وړاندې کړي او افغان استازي دتوکيو په غونډه کې له دقيق او منظم پروګرام سره ګډون وکړي  او له ٢٠١٤ کال وروسته دافغانۍ ټولنې لومړيتوبونه  مشخص کړي  .

 دپه داسي حال کې ده چې دافغانستان په دولت تور لګول شوي دي چې په تيرو لسو کلونوکې يي ونه کړاي شول دنړيوالې  ټولنې له امکاناتو او فرصتونو څخه لازمه استفاده وکړي او هيواد دومره اقتصادي  وده نه درلوده .

 دسوداګرۍ دخونو دعامل هئيت رييس قربان حقجو  چې دافغانستان داقتصادي  نظام له متنفذينو  څخه دي وايي  دپياوړي سياسي ارادي نشتوالي   په هيوادکې داقتصادي ودې مخه  نيولي ده ،  ده  چې  په دې غونډه کې خبرې کولي په اقتصادي برخه کې ددولت کړه وړه نا انډول وبلل او دکار درامنځته کولو او دظرفيت دلوړولو لپاره دپروګرامونو نشتوالي يوه ننګونه وبلله  چې دکورنيو داقتصادي ودي په وړاندې پراته دي خو دسوداګر او  صنايعو وزير ډاکتر انوار الحق احدي نوري خبرې درلودي .

 دي وايي چې حکومت په هيواد کې دپانګي اچوني  په خاطر زيات شرايط برابر کړي دي . ده په مشخصه توګه دکانونو ، کرنې او انرژي او اوبو په برخو کې پانګي  اچوني ته اشاره وکړه چې دولت په دغو برخو کې مشخصه علاقمندي  لري او دتوکيو په کنفرانس کې  به هم ټينګار وشي چې په دغو برخو کې زياته پانګه واچول شي .

 ددولت دغه جګپوړي   مقام دغه راز له خصوصي برخي څخه وغوښتل چې په بنسټيزو  برخوکې په پانګي اچونې  سره دافغانستان له اقتصادي ودي سره مرسته وکړي ،  له بله پلوه احدي وايي چې له  ٢٠١٤ کال وروسته به دافغانستان اقتصادي وده کمزوري شي خو له افغانستان سره دنړيوالي ټولنې مرستي به تر   ٢٠٢٥ کال پورې دوام وکړي .  او د غه مرستي به په کال کې اتوملياردو ډالرو ته ورسيږي .

 په افغانستان کې دپانګي اچوني يا ايسا دپياوړتيا دبرخي  مسوول روح الله احمدزي  وايي  چې افغانستان په تيرو لسو کلونوکې وکولاي شول دنړيوالې ټولنې په مرسته  نهه مليارده ډالره بهرني پانګه جلب  کړي .

  په همدي حال کې ددغي غونډې برخه والو په دې  ټينګار کاوه چې له   ٢٠١٤ کال مخکې دافغانستان دودې دمحرک په توګه کورنيو بنسټونو  باندې فکر وشي .

 دغه راز دسوداګرۍ او صنايعو وزير  ژمنه وکړه چې طرحه شوي نظري به له تحليل او څيړنې وروسته په هغه سند کې چې دتوکيو غونډې ته چمتو کيږي  ځاى کړي شي .

 دتوکيو کنفرانس دروان  عيسوي کال   د جولاي په مياشت کې دڅه دپاسه څلويښتو هيوادونو داستازو په ګډون جوړيږي چې هدف يي په تيرو لسوکلونوکې دافغانستان داقصتادي ودې  څيړي او په راتلونکو لسو کلونو کې ددغه هيواد د ودې دڅرنګوالي څيړنه وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته