کابل باخترد وږي پنځلسمه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي او د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت معين واصل نور مومند نن د شهيدانو د عکسونو نندارتون پرانست .
د باختر آژانس خبريال دخبر له مخې:
دغه نندارتون د شهيدانو د وارثانو د بنسټ له خوا د اجراييه رياست د شهيدانو او معلولينو د چارو د مشاوريت او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همکارۍ دشهيد د اوونۍ او د شهيد د مقام د درناوى په مناسبت جوړ شوى دى.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د اجراييه رياست د سلاکارانو، د يوشمېر دولتي مسوولينو او د ټولنيزو بنسټونو او سازمانونو د استازو او د شهيدانو د کورنيو د يوشمېر غړو په ګډون په ملي نګارستان کې جوړه شوې وه؛ د اجراييه رياست د شهيدانو او معلولينو د چارو سلاکار سلطان علي مرتضى نيکزاد د شهيد د مقام په اړوند خبرې وکړې او څرګنده يې کړه چې د شهيد اوونۍ ملي مناسبت او په هغو ټولو شهيدانو پورې اړه لري چې دهيواد دځمکنې بشپړتيا، آزادۍ، خپلواکۍ او د ملي نواميسو د دفاع په لاره کې يې قرباني شوي دي .
ده زياته کړه چې د روانې اوونۍ په بهيرکې دشهيدانو ددرناوي غونډې جوړيږي او بايد يوازې ددغه شان غونډو په جوړولو بسوالۍ ونه کړو؛ بلکې بايد د شهيدانو د کورنيو د احوالو پوښتنه او مرسته هم ورسره وشي .
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي هم په خبروکې څرګنده کړه: د دغه نندارتون جوړول زموږ د هيواد د اوږدې جګړې د شهيدانو د خاطرو درناوي دى او هيله لرم چې ټولې رسنۍ، ټول مدني بنسټونه او خلک د همدې اوونۍ په بهيرکې د شهيد د اوونۍ حرمت وساتي .
دې زياته کړه: رسنۍ دې د اسلامي پروګرامونو په خپرولو او په تېره بيا دشهيد د اوونۍ د پروګرامونو په خپرولوکې چې د خلکو او د شهيد د اوونۍ له روحيې سره سمون ولري؛ پاملرنه وکړي او دغه راز هغه کسان چې د ښار په کچه دبېلابېلو غونډو د جوړولو په خاطر کاروانونه جوړوي؛ نظم رعايت کړي او ټول اصول دې په پام کې ونيسي .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معينې زياته کړه لوى خداى ( ج ) دې موږ ټولو ته توفيق راکړي چې د شهيدانو د وينې حرمت وساتو .
دغه راز په دې غونډه کې د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت معين واصل نور مومند د هيواد د شهيدانو د روا مبارزو په باب معلومات ورکړل او د شهيدانو د ارزښتونو او آرمانونو ساتنه يې مهم کار وبلل او ويې ويل: په هيوادکې د شهيدانو څه دپاسه دوه مليونه تنه وارثان لرو او بايد د شهيدانو کورنيو ته پاملرنه وشي .
دغه راز په دي غونډه کې راز محمد دليلي او د افغانستان د اسلامي جمعيت د دارالانشا د فرهنګي کميټې مرستيال عبدالقادر خاکساري ددغې جمعيت په استازيتوب، د افغانستان د مسلمانو آزاده ګانو د بنسټ وياند موسى فريور، د حرکت اسلامي ګوند په استازيتوب ګل محمد مختاري، ډاکترحشمت الله مجددي، د افغانستان د شهيدانو د وارثانو د بنسټ مرستيال عبدالاحد موسوي او په کابل کې د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارت فرهنګي اتشې جهان شاهي په وار سره د شهيدانو د مقام په باب خبرې وکړې او ويې ويل: شهادت د خداى (ج)
ددوستانو هنر دى او هر څوک چې د شهادت وړ وګرځي؛ د شهادت د مقام لايق دى.
دغه راز دوى ټينګار وکړ: که چيرې نن موږ خپلواکي او آزادي لرو؛ د شهيدانو د وينې برکت دى او بايد د شهيدانو آرمانونه او لاره تعقيب کړو او دا چې شهادت ملتونه له اسارت څخه ژغورلي دي .
دوى دشهيدانو پاتې کسانو او کورنيو ته پاملرنه د دولت او د هيواد د خلکو اساسي آرمان وباله .
د دغې غونډې په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ او د کار او تولنيزو چارو د وزارتونو معينيانو دغه نندارتون پرانست او د برخه والو په منځګړتيا يې د دغه نندارتون بېلابېلې غرفې وکتلې.
دغه نندارتون د يوې اوونۍ لپاره د مينه وال پرمخ پرانستى دى .
0 3 دقیقې لوستل