ټولنه

هرات د ميترو د جوړولو په درشل کې

کابل باختردتلې دمياشتې١نيټه :
د هرات ولايت د ملي بس تصدۍ مسوولين وايي: د هرات د ښاري ماسټر پلان په منظوريدو سره به په دغه ولايت کې د ميترو لومړنى تمځاى جوړ شي.
د هرات دملي بس تصدۍ آمر حيات الله مومند ددغه ولايت د مطبوعاتو په مرکز کې په يوه خبري غونډه کې وويل: دهرات دښاري ماسټرپلان له مخې ټاکل شوې ده د هرات ښار په مرکز کې د ميترو دوه کرښې جوړې شي چې له هغو څخه د مسافرو په   ځاى پرځاى کولو کې ورڅخه استفاده کيږي .
د ميترو دغه دوه کرښې د هاشمي واټ په تګلوري کې تر شيدايي پورې او د ښوونکو له ښارګوټي څخه تر هوايي ډګرپورې وغځول شي.
مومند دغه راز په راتلوونکي کال کې په هرات ښارکې د٦٤ سمبالو تمځايونو خبر هم ورکړ او زياته يې کړه: دغه تمځايونه خلکو ته د اسانتياوو او د ترانسپورتي ګډوډيو د مخنيوي په خاطر د هرات ښار په بېلابېلو سيموکې جوړيږي.
د ملي بس تصدۍ دغه مسوول دغه راز له ترانسپورت وزارت څخه غوښتنه کوي  چې زيات وسايط د دوى په واک کې ورکړي.
مومند وايي چې د هرات په ښار او په اړوندو ولسواليوکې دملي بس د وسايطو لپاره د فعاليت زمينه برابره ده او که چيرې زيات وسايط د دوى په واک کې ورکړ شي، له يوې خوا خلکو ته اسانتياوې برابريږي او له بله پلوه د دغې ادارې د عوايدو د زياتوالي سبب کيږي .
د ملي بس تصدۍ آمر دغه راز په روان کال کې ددغې ادارې د عوايدو په سلو کې د لسو زياتوالي خبر ورکړ او ويې ويل: د روان مالي کال له پيل څخه تر اوسه پورې   د دغې ادارې څه د پاسه اتلس ميليونه افغانۍ عوايد راټول شوي دي.
ده وويل: اوس د ملي بـس ٤٥ عراده وسايط په هرات ښارکې فعاليت کوي خو د وګړو زياتوالي ته په پاملرني سره اوسني وسايط  کفايت نه کوي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته