کابل/ د چنګاښ ۱۸ مه / باختر
د هلمند په مرکز لښکر ګاه کې یو شمېر ځوانانو له وسله والو طالبانو او حکومت څخه د تلپاتې سولې او اوربند غوښتنه وکړه.
د هلمند اوسېدونکی عبدالعزیز کاروان وايي چې جګړه د حل لاره نه ده او نور دلته د جګړې هیڅ پلمه نشته ، ځکه د ده په وینا له افغانستانه ټول بهرني ځواکونه وتلي.
هغه زیاته کړه چې د جګړې دواړه لوري دې د ولس غوښتنې ومني ، پر سوله دې تمرکز وکړي او د یو تفاهم له لارې دې جګړه او تاوتریخوالی نور پای ته ورسوي.
عبدالوهاب ذاهدي او برکت الله سرشار وايي چې په قطر کې د حکومت او طالب مشرانو مذاکراتي پلاوي د سولې په خبرو کې چټکتیا رامنځته او د جګړې درولو ته دې ژر تر ژره یو حل لاره ولټوي.
دوی وایي چې روانه جګړه پردۍ دۍ، د اسلام ،هېواد او خلکو په ګټه نه ده، چې په وینا یې د روانې جګړې زیان یوازې افغانانو ته اوړي.
دوی پر دیني عالمانو هم غږ وکړ چې د تلپاتې سولې او اوربند پر رامینځته کېدو او د جګړې پر درېدو د ممبر او غونډو له لارې خپل غږ پورته کړي.
په ورته وخت کې یوې هلمندۍ مېرمنې سامعې سانزاده له طالبانو غوښتنه وکړه چې له جګړې لاس واخلي، چې د شته نظام شل کلنې لاسته راوړنې خوندي شي.
د هلمند اوسېدونکي په داسې حال کې د سولې او اوربند غږ پورته کوي چې په دغه ولایت کې له تېرو درې میاشتو راهیسې جګړو زور اخیستی او جګړه د لښکرګاه ښار تر څنډو رسېدلې ده.
د یادونې وړ ده چې وړمه ورځ هم سلګونو دیني عالمانو د لوی جرګې په تالار کې په افغانستان کې روانه جګړه جهاد نه بلکې فتنه وبلله او پر طالبانو یې غږ وکړ چې سوله او اوربند وکړي.
وصال