امنیت

په خوست کې په يوه تروريستي پيښه کې ديوې کورنۍ درې تنه غړي ووژل شول

کابل  باختردلړم دمياشتې ٢١ :
دخوست ولايت په يو واټ کې دښخ کړاى شوى ماين دچاودنې له امله  د يوې کورنۍ پنځه تنه غړي  ووژل شول.
دغه پيښه نن سهار دخوست ولايت په صبريو ولسوالۍ کې وشوه.
دخوست ولايت امنيه قوماندان محمديعقوب باختراژانس ته وويل: دملکي وګړو دسپرلۍ يو موټر دصبريو ولسوالۍ دمربوطاتو په يو واټ کې په ښخ کړى شوى ماين وخوت چې د چاودنې له امله يې د موټر ټولې سپرلي ووژل شوې.
دپيښې په قربانيانوکې يو ماشوم او درې ښځې شاملې دي.
محمديعقوب وسله وال طالبان ددغې پيښې عاملين بولي. دا په داسې حال کې ده چې په واټونو کې دښخ کړي شويو ماينونو د چاودنوله امله  دملکي وګړو دسر د زيان شمېر په وروستيو شپږو مياشتوکې زيات شوى دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته