سیاست

حسينې ساپۍ د اغيزمن کار په خاطر د دغه وزارت دولايتي مسوولانو په زيات تمرکز ټينګار وکړ .

-کابل /دوږي ١٧مه / باختر:
د ولايتونو د ښځو د چارو رييسانو په اړوندو ولايتونوکې د ښځو او نجونو د ټولنيزې،  اقتصادي اوتحصيلي حالاتو په باب معلومات وړاندې کړل .
  هغوى په خپلو ولايتونوکې د دريم واحدنو نشتوالۍ، د اجراييوي صلاحيتونو او د کادرونو اود زده کړې خاوندو ښځو نشتوالى  يوه مهمه ستونزه وبلله
د ښځو د چارو وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ د دغه وزارت د اغيزمن کار په مقصد په ولايتي مسوولانو د زيات تمرکز  ټينګار وکړ اوويې ويل   د هېواد په ولايتونوکې د ښځو د ستونزو د کمښت په خاطر د نورو بنسټونو په همکارى  پروګرام جوړ شي .
د ښځو د چارو وزارت سرپرستې د دغه وزارت له ولايتي رييسانوسره داړيکو د تامينولو لپاره  د يو مشخص آدرس په مقصد انلاين  غونډه جوړه کړه .
د باختراژانس د خبرله مخې،  دغه غونډه  د ښځود چارو وزارت د ولايتي مسوولانو د نطرياتود راټولولو او د پاليسۍ  د ترتيبولو په موخه جوړه شوې ده .
  ختم_ شکريه _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته