واشنګتن باختر د زمري د مياشتې١٠
دامريکا جمهور رييس دونالد ترامپ دسپينې ماڼۍ دارتباطاتو مدير انتوني اسکارا موچي له دندې څخه يې ګوښه کړى دى .
اسکاراموچي يوازې لس ورځې مخکې دامريکا دجمهوري رياست ددفتر دارتباطاتو دمدير په توګه منصوب شوى و .
دنيويارک دبورس دغه پانګه اچونکې چې نوې دترامپ له حکومت سره يو ځاى شوى و ، په دغو لسوورځوکې زيات خبري جنجالونه لرل.
دامريکا دجمهور رييس ددفتر دپخوانى رييس راينس پريبوس په باره کې د رکيکو کلمو کارول چې دجمعې په ورځ له دندې څخه يې ګوښه شو ، ددغوجنجالونو له جملې څخه و .
دسپينې ماڼۍ وياند شانګ اسپايسر هم ددې په استخدام له اعتراض وروسته له سپينې ماڼۍ څخه ووت .
په رارسيدلې خبر کې ويل شوي دي چې داسکاراموچي ګوښه کيدل ددونالدترامپ ددفتر دنوي رييس جان کري په غوښتنه شوى دى .
0 1 دقیقه لوستل