نړۍ

په سوريې کې دسره صليب څلور تنه کارکوونکي خوشي شول.

 ژنيو ډي ډان باختردتلي دمياشتې ٢٣:
دسره صليب نړيوالي ادارې وويل چې ددغې ادارې د اوو   تنو تښتول شويو کارکوونکو  له  جملې  څخه پرون  څلور تنه يې  خوشي شول .
دباختر آژانس دخبرله مخې :  دروانې اوونۍ ديکشنبې په ورځ دسره صليب  اووه تنه کارکوونکي دسوريې  په اديب ولايت کې  وتښتول شول .
تراوسه پورې  ددغې پيښې مسووليت  چاپه غاړه  نه دى اخستي .
دسره صليب نړيوالې ادارې دتښتول شويو دهويت په باب  څه نه دي ويلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته