امنیت

يوسوداګر د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو

کابلباختر د اسد٢٦
دکندز ولايت دپوليسو منسوبينو پرون يو ملي سوداګر د انسان تښتوونکوله منګولوڅخه وژغوره.
دکندز ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى سيد سرورحسيني باخترآژانس ته وويل چې د کندز ولايت د خان آباد ولسوالۍ د شوراب د چوڼې د کلي اوسيدونکي حاجي دولت شاه دوه ورځې مخکې ددغه ولايت د خان آباد ولسوالۍ په لاره کې د يوې ډلې انسان تښتوونکو له خوا وتښتول شو او تښتوونکو د ده د خلاصون په بدل کې له کورنۍ څخه يې د پيسو غوښتنه کړې وه.
حسيني زياته کړه چې د پوليسو منسوبينو وکولى شول د انسان تښتوونکوپه موندلو سره حاجي دولت شاه د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغوري او کورنۍ ته يې وسپاري. خوانسان تښتوونکي له ساحې څخه په تيښتې بريالي شوي دي او پو ليسو د هغوى د نيولو په برخه کې اقدامات پيل کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته