فرهنګ

د کونړ ملي راډیو د میډم په څپه هم خپل نشرات پیل کړل

اسعد اباد باختر د وري د میاشې ۱۵ مه
د کونړ ولایت  ملي راډیو خپل نشرات د میډیم په څپو هم پیل کړه چې د ورځې په اوږدوکې به  پنځه ساعته خپرونې کوي .
د باختر اژانس د سیمه يیز خبریال د خبر له مخې:
د کونړوالي د ولایتي شورا غړو او د بیلابیلو ادارو مسولینو پرون د کونړد ملي راډیو د مډیم دستګاه نشرات د پټۍ په پریکولو سره پيل کړل.
د کونړ د ملي راډیو د میډیم پرڅپو خپرونې چې دهیواد د ګڼو ولایتونوپه شمول په ګاونډیو هیوادنو کې هم اوریدل کیږي ،یو واربیا په خپلو نشراتو پیل وکړ.
دمیډیم دغه لس کیلو واټه دستګاه چې د نیږدي شپږو کلونو راهیسې یې نشرات دمالي امکاناتو له نشتون له امله په ټپه دریدلې وو د ولایتي ادارې په مالي همکاري یوځل بیا خپل نشرات او خپرونې پیل کړې.
د کونړ والي وحیدالله کلیمزي او نورو مسولینو د ملي راډیو  نشراتي دستګاه د ایډیټ او تخنیکي خونو ترڅنګ د راډیو پرڅپو په یوه ژوندۍ خپرونه کې هم د دغې راډیو مبارکي ولسونوته وویله.
دوی د ملي راډیو سره د ولایتي ادارې له لورې د هرډول همکاریوسینه وډبوله.
د ولایتي شورا غړي جماالدین سیار هم د راډیو پرڅپو ولسونو ته دخوښۍ پیغام ورکړ او د ملي راډیو فعالیدل یې د کونړ د ولسونو او هیوادوالو لپاره مهمه وبلله.
د کونړملي راډیو دمیډیم په  ۱۵۷۵ څپونشرات  کوي چې پرمټ به یې بېلابېلې سیاسي خبري ،اقتصادي،تفریحي ،فرهنګي ،ورزشي ،معلوماتي ، دیني او ټولنیزې خپرونې خپلو هیوادوالوته وړاندې کوي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته