امنیت

دوسلو يو قاچاق وړونکى ونيول شو

کابل باختردثوردمياشتې ٩ :
دوسلو اومهماتويو قاچاق وړونکى تيره شپه دپوليسوله خوا په ننگرهارکې ونيول شو
دننګرهارولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى حضرت حسين مشرقيوال دباخترآژانس خبريال ته وويل : پوليسو په هغو عملياتو کې چې دجلال اباد ښار په مربوطاتو کې يې ترسره کړل  دوسلو او مهماتو يو قاچاق وړونکى ونيوه.
يوه اړونده  خبرځاى وويل له نيول شوي سړي څخه پنځه کلاشينکوفونه او يوه اندازه سپکه وسله  چې په يوه کرولاډوله موټر کې ځاى پرځاى کړاى شوي وو،  ترلاسه کړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته