امنیت

په افغانستان کې دناټو د يوه سرتيرې وژل کيدل.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٥
دناټو يو سرتيرى  په افغانستان کې ووژل شو .
دغه پوځي چې هويت يې نه دى په  ډاګه شوى د افغانستان په ختيځ وژل شوى دى .
ناټو باخترآژانس ته ديوې خبرپانې په ليږلو سره ددغه پوځي وژل کيدل تاييد کړل خو دهغه دهويت او ددغې پيښې د دقيق ځاى په باب يې څه  نه دى ويلي .
تيره اوونۍ هم د ټاتو يو سرتيرى  په افغانستان کې په ورته پيښه کې ووژل شو  خو په وروستۍ مياشت کې دناټو پوځيانو ته  ډيره خونړۍ پيښه  په کابل کې   ددغو پوځيانو په کاروان هغه ځانمرګى  بريد و چې د دريو تنو بهرنيو سرتيرو د وژل کيدو سبب  شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته