امنیت

يو تن له شلو کيلو ګرامو نشه يي توکو سره ونيول شو.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٩
يو تن په کندز ولايت کې دنشه يي توکو دساتلو په تور ونيول شو .
پوليس وايي چې دغه سړي  يوويشت کيلوګرامه نشه يي توکې په خپل کورکې ساتلى و.
دغه سړى پرون  په داسې حال کې چې ددغو نشه يي توکو لپاره پيرودنکى ومومي دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو.
دکندز دپوليسو ويندوى  سيد سرورحسيني باختر آژانس ته وويل :  چې ددغه سړى له کور څخه  يوويشت کيلوګرامه  هيروئين ترلاسه شوي دي  .
دحسيني دڅرګندونو له مخې :  نيول شوى سړى دنشه يي توکو له قاچاق وړونکو له پلورونکو څخه  دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته