ټولنه

په فراه کې د سيرت النبي اوونى پروګرام پاى ته ورسېد

کابل /د لړم ٢مه /باختر
په فراه کې د نبوي سيرت النبي د اوونى پروګرام چې د دغه ولايت د يوشمېرجيدوعالمانو په ګډون پيل شوې و، پرون پاى ته ورسېد.
د دغه پروګرام د پاى په مراسمو کې د فراه د جمعيت اصلاح مسوول استاد مولوي شاه محمد بليغ د اسلام د ستر پيغمبر د سيرت النبي د ځانګړتياوو په باب خبرې وکړې او د رسول الله (ص) د ژوندانه د تولو اړخونو په اړه يې برخه والوته معلومات ورکړل .
وروسته د فراه مشهورعالم شيخ الحديث والتفسير سيد عبدالقيوم حسيني دحضرت محمد ( ص) په سيرت کې د يو او بل د منلو په اړه هراړخيزې خبرې وکړې اود پيغمبر (ص) د سيرت د پروګرامونو په جوړولوکې د ځوانانورول مهم اوګټور وباله .
هغه د اسلامي همت پر اتحاد ټينګاروکړ او له ټولو خلکويې وغوښتل چې له رامنځټه شوي فرصت څخه دې سمه استفاده وکړي.
د يادونې وړده چې د پيغمبر (ص) د سيرت النبي اوونى چې په فراه کې د تلي په ٢٤نيټۀ پيل شوې وه پرون پاى ته ورسېده .
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته