امنیت

يو تن پر يوې کوچنى نجلۍ د تېرى په تړاو ونيول شو

کابل / د وري ۳ مه / باختر
پوليسو هغه سړى چې پرون يې پر يوې اته کلنې نجلۍ تېرى کړی و، ونيو.
د کابل د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې نيول شوي سړی ذکرالله نومېږي چې پرون يې د يوې اته کلنې نجلۍ چې د قرآن عظيم الشان د زده کړې لپاره هغه ته راتله، جنسي تېرى کړى دى.
دغه پېښه د کابل ښار د درېمې ناحيې په کارته سخي ساحه کې رامنځته شوې ده او پوليس وايي چې د دغې پېښې عامل چوکيدار او په عين حال کې محصل دى.
هغه نجلۍ چې جنسي تېرى پرې شوی دى، د کابل په يو روغتون کې بستري ده.
دغه ناوړه پېښه سخت ټولنيز غبرګونونه راپارولي دي.
ختم- ج – ا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا