اقتصاد

د شفاف او عادلانه سيالۍ له لارې د غوره افرادو ګومارنه د افغانستان اقتصادي پراختيا ته وده ورکوي

کابل باختر دوږي دمياشتې ٢١  نيټه  :
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د سوداګرۍ او صنايعو وزارت په همکارۍ نن د بېلابېلو هېوادونو لپاره د تجارتي اتشو ٢١بستونه اعلان ته ورکړي دي، په شرايطو برابر افراد به  د آزادې سيالۍ له تيرولو وروسته  استخدام شي .
دغو بستونو ته متمايزه ډله ييزه آزموينه اخيستل کيږي .
وروسته له هغه چې له هېواد څخه بهر د افغانستان د اتشو کارونه وڅيړل شول او د اتشو دندې وځنډولې شوې، جمهوري رياست او اقتصادي عالي شورا پريکړه وکړه چې د هېواد د تجارتي اتشو بستونه آزادې سيالۍ ته سپاري او په شرايطو برابر کسان په شفافو او عادلانه ډول په دغو بستونوکې وګوماري.
د دغه بهير د ترسره کولو هدف له هېواد څخه بهر دتجارتي برخو مسلکي کول او ميعاري کول او په دغو پستونوکې د وړ کسانو ګومارل دي.
باختر آژانس د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کميسيون د خبرپاڼې له خولې خبر راکړ: د ادارې اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک  کميسيون رئيس احمدنادر نادري د رقابتي آزاد بهير له لارې د تجارتي اتشو  استخدام د ارزښت بللو ترڅنګ په دې باب وويل: د هېواد د اقتصاد د پياوړتيا  لپاره دې ته اړتيا ده چې د کورني توليداتو او مالونو لپاره په سم او لازم ډول له هېواد څخه بهر بازار موندنه وشي .له دې لارې موږ کولاى شو د سوداګرو ښځو او نارينه و ملاتړ وکړو او د هېواد اقتصادي حالت ښه کړو. دغه هدف ته د رسيدو لپاره زموږ د تجارتي اتشو رول مهم او اساسي دى . تجارتي اتشې مسووليت لري چې زموږ کورنيو توليداتو ته بازار ومومي او له هېواد څخه بهر زموږ د تجارتي ګټو ملاتړ وکړي.
د آزادې سيالۍ د استخدام دغه بهير د سوداګرۍ او صنايعو وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کميسيون د استازو په ګډون د موظفې کميټې له خوا ترسره کيږي .
دغه راز د دغه بهير د استخدام ټول پړاوونه د خصوصي برخې د استازو، د سوداګرۍ د چارو د ماهرانو، دمدني ټولنې د بنسټونو او د هېواد د رسنيو د استازو له خوا څيړل کيږي.
پاى ج  ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته