کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٦ :
په بغلان ولايت کې نن د موټرو د تګ راتګ يو پل ګټې اخيستنې ته وړاندې شو.
دبغلان ولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رييس عبدالرب حکيمي دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه پل دڅه دپاسه دولسو مترو په اوږدوالي او د پنځو مترو په سور په پلخمري ښار پورې اړوند د سرخ کوتل د قندهاريانو په کلي کې په پنځو مياشتو کې جوړشوى دى .
حکيمي زياته کړه: دغه پل د جاپان له وړيا مرستې څخه د پنځو مليونو پنځه سوه زرو افغانيو په لګښت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رياست د کليوالي لارو د جوړولو د ملي پروګرام په چوکاټ کې بشپړ او د استفادې وړ ګرځيدلى دى.
ويل کيږي چې د دغې پروژې دکار په بشپړيدوسره د څلورو کليو اوسيدونکو چې يو زرو اته سوه کورنۍ پکې دي؛ د هغه له ښيګڼو څخه ګټه واخيسته.
0 1 دقیقه لوستل