امنیت

اوولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر دزمري د مياشتې ٤ :
د ملي دفاع وزارت   خبرځايونو په قندهار او زابل ولايتونو کې  د اوولسو تنو  ډار اچوونکو د وژل کيدو خبرورکړى دى.
دملي دفاع  وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په تيرو ٢٤ ساعتو کې د ٢٠٥ اتل قول اردو د  قوماندانۍ جزوتامونو  له نورو امنيتي ځواکونو سره دزابل ولايت  دشا جوى ، شينکي  او د سيوري دولسواليو او ددغه ولايت دمرکز قلات او  د قندهارولايت  د شاه ولي کوټ  او ميوند د ولسواليو په مربوطاتو کې  دمحاربوي عملياتو په بهيرکې   اوولس تنه ډار اچوونکي وژلي   او درې تنه نور يې ټپيان کړي  او درې تنه  مشکوک کسان يې نيولي دي  او څلور موټرسايکلونه په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته