امنیت

درې تنه طالبان دجنګي وسايلو دليږدولو په وخت کې ونيول شول.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣١
درې تنه طالبان پرون خپلو همکارانو ته دجنګي وسايلو دليږدولو په وخت کې دهلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې ونيول شول.
په هلمند ولايت کې دپوليسو يوه مسوول خبرځاى باختر آژانس ته خبر ورکړ. دغه کسان کله چې په سپکو او درندو جنګي وسايلو بار موټر يې دهلمند ولايت له مرکز څخه د سنګين ولسوالۍ ته ليږ داوه ، د پوليسو له خوا ونيول شول.
هغوى دغه جنګي وسايل هغو طالبانو ته چې دجګړې په لومړى کرښه کې د دولت پرخلاف جنګيدل ، ليږدول چې موخې ته له رسيدو مخکې دپوليسو له خوا وپيژندل شول او ونيول شول.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته