ټولنه

په خوست کې پر ۱۶۱ بې ځایه شویو او زیانمنوشويو کورنیو مرسته وویشل شوه

متون باختر د وږي د میاشتې ۶ مه
په خوست ولایت کې د خوراکي توکو نړيوالۍ موسسې له خوا د ورستيو پېښو له امله د جانخېلو ولسوالۍ له بې ځایه شويو او سيلاب ځپلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي باختر اژانس ته وویل چې په دې مرسته کې غوړي ، وړه ، ترپالونه د کورسمان ،  او نور شيان  شامل و .
حبيبي زیاته کړه چې په دغو کورنیو کې ۱۰۳ بې ځایه شوې  او ۵۸ هغه کورنۍ شاملې دي چې د تیرو سیلاونو د راوتلو له امله ورته ځاني او مالي زيانونه اوښتي وو.
هغه وویل هڅه کوي چې د خيريه موسسو په مرسته له زیانمنو شويو کورنيو سره نورې مرستې هم وکړي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته