امنیت

دغور يو پوځي مقام : دوسله والو مخالفينو دپه شاتمبولو لپاره هلې ځلې دوام لري.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٨
د طالبانو له خوا دغور ولايت ديوې پوځي قرارګاه دنيولو په باب ضداو نقيض خبرونه خپاره شوي دي .
په پسابند ولسوالۍ کې دمديرا دقرارګاه له څو ورځو راپه دې خوا د طالبانو له خوا کلابنده شوې ده .
دغور ولايت دپسابند ولسوالۍ يو سيمه ييز خبرځاى دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دمديرا پوځي قرارګاه په پاى کې د طالبانو لاس ته ورغلې ده .
د رارسيدلو خبرونو له مخې :په دې قرارګاه کې پنځوس تنه پوځيان ځاى پرځاى وخو دغور ولايت پوځي مقامات د طالبانو له خوا دمديراد پوځي قرارګاه نيول ردوي او وايي په سيمه کې د طالبانو د په شاتمبولو لپاره هلې ځلې دوام لري.
دپسابند ولسوالۍ اوسيدونکي وايي چې وسله والو طالبانو د مديرا قرارګاه ته د غځيدلي واټ په ګډون ددغې ولسوالۍ ټولې لارې تړلې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته