روغتیا

دروغتيا دپايلو دکنفرانس اتمه پړاو دعامې روغتيا په وزارت کې جوړ شو

کابل باختر دوري نولسمه :
دروغتيا دپايلو  دکنفرانس اتم  پړاو نن دعامې روغتيا وزارت په تالار کې  جوړ شو .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې کنفرانس کې په بېلابېلو برخو کې  دعامې روغتيا وزارت لاسته راوړنې وارزول شوې او په ستونزو دبرياليتوب په خاطر لارې چارې وڅيړلې شوې .
په دې کنفرانس کې  دملي او نړيوالو څيړونکو دڅيړنو دپايلو  شريکول او هغه ټولپوښتنې  چې په بېلابېلو  برخو کې ترسره شوي دي هم په دې کنفرانس کې  طرحه شوې چې ددغو څيړنو دپايلو له مخې مناسبه ستراتيژي برابره شي .
دهېواد دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز  ددې کنفرانس  جوړول دتشو دپيژندنې او دروغتيا په برخه کې دشتو ستونزو لپاره دحل دلارې دموندلو په خاطر يو ښه فرصت وباله او ويې ويل  نن دهغو درې شپيتو   څيړنو دپايلو په باب چې  دروغتيا په برخه کې ترسره شوي دي په دې کنفرانس کې خبرې کېږي او دخوشحالى ځاى دى هغه څيړنې چې  په تيرو وختونوکې دبهرنيو بنسټونو له خوا ترسره کيدې   اوس  دکورنيو متخصصينو په واسطه ترسره کېږي .
ډاکتر فيروز  وويل  هغو څيړنو  ته په پاملرنې  سره چې ترسره شوي دي په هېواد کې روغتيايي حالت مخ په ښه والي دي .
دغه څيرنې  ښيي چې دميندو اوماشومانو په مړينه کې ديادونې وړ کمښت رامنځته شوى دى اوهم تغديې حالت ښه شوى دى .
ده وويل چې دنسايي او ولادي متخصصينو په واسطه دروغتيايي  خدمتونو وړاندې کول اوله دولتي اوخصوصي  روغتيايي مرکزونوڅخه ګټه اخستنه   زياته شوې ده  .
په همدې حال کې داحصاييې  دملي ادارې مرستيال حسيب الله موحد دڅيړنې معلومات ديوه هېواد په پرمختيا کې يوه مهم  کار وباله او ويې ويل  چې څيړنه له موږ  سره  مرسته کوي  تر څو په دې پوه شو  چې زموږ په کارونو  کې کومې نيمګړتياوې شتون لري اوڅومره ښه والي رامنځته شوى دى او له نيکه مرغه افغانستان په دې وروستيو وختو کې دڅيړنې په برخه کې  ښې لاس ته راوړنې لري .
له بلې خوا هم دنړۍ دروغتيايي سازمان استازي ډاکتر ريچارد پيپرګورن وويل چې ددغه شان کنفرانسونو جوړول د شفافيت کيفيت ، حساب ورکونې اوپرمختيا په کار کې دروغتيا له برخې  سره مرسته کوي .
په پاى کې دکنفرانس برخه والو دکنفرانس دموضوع په اړوند خپلې نظريې  وړاندې کړې .
  ختم- ف _ اکرم
                                                              

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته