ورزش

د هيواد دکرکټ دشپاړلس کلنو ځوانانو ملي ټيم په اتلوالي سره هيواد ته راستون شو .

کابل باختر  دلړم  اوومه :
دهيواد دشپاړلس کلنو ځوانانو دکرکټ  دملي ټيم غړي  په قطر کې  داسيايي جام  داتلوالي  دلقب  له ترلاسه کولو وروسته  هيواد ته راستانه شول .
د کابل له نړيوال هوايي ډګر څخه دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې،  دهيواد دشپاړلس کلنو ځوانانو دکرکټ  ملي ټيم  په قطر کې  دکرکټ  داسيايي جام  په سياليو کې  دګډون په مقصد  دغه هيواد ته تللي و  او خپلو سيالانو ته  له ماتې ورکولو وروسته دايران ، کويټ ، هانک کانګ او قطر  دشپاړلس کلنو ځوانانو دکرکټ  ملي ټيممونو ته له ماتې ورکولو وروسته  په اتلوالي او برياليتوب سره هيواد ته راستون شو .
دکابل په نړيوال هوايي ډګر کې دغو اتلو ورزشکارانوته  دافغانستان دکرکټ بورد رييس  شهزاده مسعود  او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين  تيمور شاه اسحق زي  دغو اتلو ورزشکارانو ته  هرکلى ووايه .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  ډاکتر سيد مخدوم رهين  او ددغه وزارت دځوانانو دچارو معين تيمورشاه اسحق زي  دهيواد  دشپاړلس کلنو ځوانانو  دملي ټيم  داتلوالي له امله  ټول ملت  او په تيره بيا  دهيواد  کرکټ بورد او ددغه ټيم ورزشکارانو ته مبارکي وويله   او دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه يې دوى ته دزياتو  برياليتوبونو هيله وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته