
کابل، د وري ۱۸مه، باختر
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې، چې د وزارت د انرژي معین ملا عبدالقاهر ادریس هم شتون درلود د ګلبهار انویسټ شرکت له رئيس حاجي ګلبهار حبیبي او مل پلاوي سره وکتل.
په یاده کتنه کې د ډبرو له سکرو څخه د ۱۰۰ تر ۲۰۰ میګاواټو په وړتیا د برېښنا د تولید د یوې فابریکې د جوړولو په موخه د یاد شرکت د پانګونې لپاره د اړینو همغږیو په هکله بحث او خبرې اترې وشو .
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست د ياد شرکت او د وزارت له تخنیکي مسؤلینو څخه و غوښتل چې ډېر ژر دې اړینې څېړنې ترسره او د پروژې عملي چارې دې ګړندۍ کړي.
د يادونې وړ ده، چې په دې کتنه کې دواړو لورو هوکړه وکړه، چې ډېر ژر دې د اوبو او انرژي وزارت او د یاد شرکت ترمنځ د همکاري هوکړه لیک لاسلیک شي، ترڅو د پروژې د چارو په ترسره کولو کې اړینې همغږي ترسره شي او د پروژې عملي چارې ګړندۍ شي.
افغانمل