سیاست

جمهوررئیس غني قزاقستان ته له دوه ورځني سفر وروسته هېواد ته راستون شو

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې٢٠ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني چې د شانګهای د همکاریو  سازمان د مشرانو په غونډه کې د ګډون په خاطر په دوه ورځني سفر د قزاقستان پلازمینې استانې ته تللی و، تېره شپه بېرته هېواد ته راستون شو.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون له غرمې وروسته د شانګهای د همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې د هند له لومړي وزیر نرېندرامودي سره وکتل.
د هند لومړي وزیر د وروستیو تروریستي پېښو له امله جمهوررئیس غني او افغانانو ته د هند د دولت او خلکو په استازیتوب همدردي څرګنده کړه. هغه د جمهوررئیس غني په مشرۍ د حکومت کلکه اراده وستایله ويې ویل، تاسې په سختو شرایطوکې خپلو خلکو او دولت ته ښې لاسته راوړنې لرلې دي.
د هند لومړي وزیر د "کابل پروسې" کنفرانس په اړه وویل، یاد کنفرانس په بریالیتوب ترسره شو، موږ د افغانستان دولت په مشرۍ له دغسې کنفرانسونو هر اړخیز ملاتړ کوو.
هغه زیاته کړه: موږ چمتو یوو چې له خپلو شریکانو په ځانګړي ډول امریکا سره په همغږۍ له افغانستان سره د سولې او ثبات په تامین کې همکاري وکړو.
جمهوررئیس غني د افغانستان له دولت او خلکو سره د هند د لومړي وزیر له همدردۍ مننه وکړه او هند یې د افغانستان دوست هېواد وباله. هغه د افغانستان له دولت او خلکو سره د هند دوامدارې همکارۍ او له "کابل پروسې" څخه ملاتړ وستایه.
د دواړو هېوادونو مشرانو د افغانستان او هند ترمنځ په بېلابېلو برخوکې د همکاریو او اړیکو په لا پراختیا ټینګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته