
کابل، د وري ۲۵مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت او د عوفي بهرام شرکت ترمنځ د ډبرو سکرو څخه د ۷۲ میګاواټه برېښنا د تولید د فابریکي جوړولو په هکله د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور پرون په خپل کاري دفتر کې د عوفي بهرام د کانونو د پروسس او استخراج سوداګریز شرکت له مسئول سره د ډبرو سکرو څخه د ۷۲ میګاواټه برېښنا د تولید د فابریکې جوړولو په برخه کې د پانګونې په هکله د ګډې همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
یاد هوکړه لیک، د دواړو لورو ترمنځ د پانګونې د چارو د انسجام او د يادې پروژې د عملي چارو د پيل د چټکتيا لپاره د ګډې همکارۍ او همغږۍ په موخه لاسليک شو.
د يادونې وړ ده، چې د اوبو او انرژۍ وزارت د ډبرو له سکرو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې د ګلبهار انویسټ په نوم له يو بل خصوصي شرکت سره هم هوکړې ته نږدې شوی دی.
افغانمل