سیاست

دانتخاباتوخپلواک کميسيون د خپل کاردپرمختګ رپوټ حامدکرزي ته وړاندې کړ

کابلباخترداسد اوله
د انتخاباتوخپلواک کميسيون د خپل کار دپرمختګ رپوټ د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي ته وړاندې کړ.
دجمهور رييس د ويندوى دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په هغې غونډه کې چې نن له غرمې مخکې جوړه شوه؛ د انتخاباتو د خپلواک کميسيون رييس اوغړو اوددغه کميسيون د دارالانشا رييس دخپلو کارونو دپرمختګ رپوټونه او د١٣٩٣ کال د انتخاباتو په اړوند دکميسيون تيارۍ د هيواد جمهور رييس ته وړاندې کړل.
کميسيون د را تلوونکې کال دجمهوري رياست د انتخاباتو لپاره دتيارۍ ډاډ ورکړ. د کميسيون غړو دغه راز تيارۍ څرګندکړ او وې ويل: په هغه صورت کې چې نوى غړي دانتخاباتي کميټې له خوا کميسيون ته وټاکل شي؛ دوى به  د يو مسوول  دولتي ارګان دغړو په توګه په پوره صداقت سره له هغوى سره همکاري وکړي.
د انتخاباتو دخپلواک کميسيون د دارالانشا رييس څرګنده کړه چې تر نن ورځې پورې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې لپاره درې سوه پنځه ويشتو ولسواليو ته اړونده وسايل ليږدول شوي دي.
په پاى کې دکميسيون رييس اوغړو د انتخاباتودخپلواک کميسيون په ګډون د دولتي مرکزونو په اړوند دبهرنيانو دلاسوهنو او د نظريو دڅرنګوالى له پلوه خپلې انديښنې څرګندې کړې.
دوى وويل: بهرنيان هلې ځلې کوي چې په مرکزونوکې له افرادو او د افرادو په توګه معامله وکړي، نه دا چې دولتي ادارې او مرکزونه ددايمي ادارو اومرکزونو په توګه محترم وبولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته