امنیت

يو ديارلس کلن ځانمرګى يرغلګر ونيول شو.

کابل باختر دثورنهه ويشتمه :
يو ديارلس کلن هلک چې دځانمرګي بريد د ترسره کولو لپاره دکندز ولايت ته استول شوى و له بريد مخکې دپوليسو له خوا ونيول شو .
  دکندز دوالي  ويندوى عبدالودود واحدي دباختراژانس خبريال ته وويل: دکندز ولايت په مرکز پورې اړوند د توبره کش  دساحې اوسيدونکى  ميرويس دمحى الدين  زوى  چې دځانمرګو بريدونو د ترسره کولو په برخه کې  له دريو مياشتو مسلکي زده کړو وروسته دطالبانو له خوا دباغ شرکت په ساحه کې دامنيتي ځواکونو دپوځي  بيز  دکتنې په مقصد ساحې ته استول شوى و دپوليسو له خوا وپيژندل شو او ونيول شو .
ددغه هلک دمعلوماتو او اعترافونو له مخې همدا اوس  څه ناڅه شل تنه نورماشومان  دقلعه ذال  ولسوالۍ په مربوطاتو کې په پټه توګه دځانمرګو بريدونو دترسره کولو په برخه کې  ترمسلکي روزنې  لاندې نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته