سیاست

د ډاکتر عبدالله عبدالله ملاتړو په کندز کې مظاهره وکړه .

کابل باختر د غبرګولي يو ديرشمه :
د ډاکتر عبدالله عبدالله په سلګونو تنو پلويانو نن په کندز ولايت کې په مظاهرو  لاس پورې کړ .
دکندز له ولايت  څخه دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دډاکتر عبدالله عبدالله په سلګونو تنو پلويانو تقلبونه بايدروښانه شي امر خيل دې له دندې ګوښه کړى شي او دخلکو رايې دې په عادلانه ډول وشميرل  شي  دشعارونوپه ورکولو سره دکندز ښار په مرکزي چوک کې غونډه وکړه .
دمظاهرو يو تن برخه وال سعيد مقبول وويل :خلک د زياتو ستونزو او کړاونو په ګاللو سره له لرې واټونونو څخه درايې ورکولو په خاطر د رايې ورکولو مرکزونو ته ورغلل او اوس نه غواړي  چې رايې يې بې ځايه لاړې شي  او دانتخاباتو  دکميسيون دکارکوونکو په نسبت ددوى اعتماد سلب شي .
ويل کيږي چې ددغو مظاهرو په بهير کې يو شمير دکانونه، صرافي اوبانکونه هم تړل شوي  وو .
ديادونې وړ ده چې دغه مظاهرې دسهار په اتو بجو پيل شوې وې او له غرمې مخکې ديوولسو بجو په شاوخوا کې په سوله ئيز  ډول پاى ته ورسيدې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته