امنیت

په فراه کې د ماين چاودنې شپږ ملکي وګړي شهیدان کړل

کابل/ باختر/ د وږي۱١مه
د فراه په انار درې ولسوالۍ کې د ځاى پرځاى شوي ماين په چاودنه کې د دې ولسوالۍ د امنيه قوماندان عبدالسميع يوه لور او پنځه زامن شهيدان شول.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب باختر آژانس ته وويل: وسله والو طالبانو دغه ماين د انار درې ولسوالۍ د امنيه قوماندان کور ته څېرمه ځاى پرځاى کړى و چې د چاودنې په پايله کې يې د دغه قوماندان د کورنۍ شپږغړي شهيدان شول.
هغه زياته کړه چې تر اوسه د دې پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي، خو پوليس د هغې د عاملینو د پېژندنې او نيولو لپاره هڅه او هاند کوي.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته