امنیت

په کندز کې د يولړ چاودنو د ترسره کولو لپاره د طالبانو ناکامه طرحه

 کابل باختردغبرګولي د مياشتې ٦ :
په کندز ولايت کې د يولړ خونړيو چاودنو د ترسره کولو لپاره د طالبانو طرحه  ناکامه شوه.
امنيتي مامورين وايي چې تېره شپه او نن سهار يې څه ناڅه  ٧ ماينونه چې د خان آباد او دشت ارچي د ولسواليو  په ګڼ ميشتو لاروکې د طالبانو له خوا ښخ کړاى شوي و، کشف او شنډ کړل.
دغه ماينونه د سيمې د اوسيدونکو په همکارۍ کشف شوي دي.
د کندز د والي وياند سيدمحمد دانش د باختر آژانس خبريال ته وويل چې وسله والوطالبانو غوښتل ددغو ماينونو په ښخولو سره ملکي وګړو ته خونړۍ پيښې رامنځته کړي، خو بريالي نه شول .
په افغانستان کې طالبان زياتره په ګڼ ميشتو لاروکې دبمونو او ماينونو په ښخولو لاس پورې کوي چې زياتره ملکي پکې قرباني کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته