کابلباختردچنګاښ ١٧ مــــــــه
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير افغانستان د نا ټو له سا زمان څخه بهر د امريکا يو ستر شريک اعلام کړ .
د باختر اژانس دخبر له مخې : دامريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنتن نن د افغا نستان د اسلا مى جمهوريت له جمهور رئيس حامد کرزي سره له کتنې وروسته په کا بل کې د جمهوري رياست په ماڼۍ کې په يو ګد مطبو عا تي کنفرانس کې خبريالا نو ته وويل افغانستان يې د نا ټو له سا زمان څخه بهر ددغه هيواد ديو ستر شريک او متحد په تو ګه اعلام کړى دى.
په دغه اعلام سره افغا نستان کو لاى شي په اسا نى سره د ا مريکا د متحده ايالاتو له جمهور رئيس څخه پوځي او مالى مر ستې تر لاسه کړي اوله دغه هيواد سره پوځي تړونونه لاسليک کړي.
دامريکا د بهرنيو چارو وزيرې څرګنده کړه دا له افغا نستان سره زما ډير ستره او قوي ژمنه ده موږ ان د افغانستان ديواځى پريښودلو تصور نه دى کړى .
دې زياته کړه امنيتي حالت مخ په ښه کيدو او ثبات دى دافغان امنيتي ځوا کو نو ځوا کمني زيا ته شوې ده .
ده زياته کړه : هيواد به يې دطالبانو پرخلاف د جګړې ددوام ستراتيژي او په همدې حال کې دسو لې د تا مينولو او بيا جوړ ونې دبهير په مقصد له هغوى سره خبرې يو ځاى پرمخ بو ځي.
هيلري کلنتن د توکيو په غونډه کې د افغانستان او پاکستان دبهرنيو چارو له وزيرا نو سره له درې اړ خيزې کتنې خبر ورکړ او ددغه شان خبرو دوام يې دسيمې دثبات لپاره ارزښتناک و باله.
په دغه اعلام سره افغا نستان د نا ټو دسا زمان له چوکاټ څخه بهر د ا مريکا د متحده ايالاتو پنځلسم ستر شريک شوه.
استراليا ، مصر، جاپان او اسرا ئيل د ا مريکا نور شريکان دي او پا کستان په ٢٠٠٤ م کال کې دغه مقام ترلاسه کړى دى .
دغه اقدام ددواړو هيوادونو ترمنځ دسترا تيژيک تړون له عملى کيدو وروسته تر سره شوى دى.
د ا مريکا د بهرنيو چارو وزيره نن له کا بل څخه د تو کيو غونډې ته چې سبا جوړيږي روا نه شوه .