روغتیا

يو روغتيايي کلينيک پرانيستل شو

کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٧ نيټه :
د «ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکز» روغتيايي کلينيک نن د عامې روغتيا او د عدليې د وزيرانو له خوا پرانيستل شو.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
دغه کلينيک د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزکې د شاملو ماشومانو درملنه  کوي.
د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروزالدين فيروز د دغه مرکز د پرانيستلو په مراسمو کې وويل چې دغه کلينيک د داخلې، غاښونو، لابراتوار، غوږ او ستونى، درملتون او د پانسمان څانګې لري.
د عامې روغتيا وزير او د عدليې وزير ډاکتر عبدالبصير انور د دغه  کلينيک پرانيستل د دغه مرکز د ماشومانو د درملنې په لاره کې یو مهم ګام وباله.

په ورته وخت کې یو شمېر روغتیا پالان له دولته غواړي چې د روغتیا پالانو امنیت تامین کړي.

روغتیا پال اسد الله عامر چې شاوخوا پنځلس ورځې وړاندې په کابل کې ناپېژاندو وسله والو د جنسیت تمایل ملاتړ او مسلکي لاملونو له امله شکنجه کړی و، یادې پېښې یې پر روان ناوړه اغېز کړې او اړ شوی چې د څو میاشتو لپاره هند ته لاړ شي.
عامر وایې چې د یادې پېښې رامنځته کېدو له امله یې څو میاشتې هېواد پرېښود او هند ته یې سفر وکړ. هغه له دولته غواړي چې د روغتیا پالانو امنیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته