کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٧ :
د ميدان وردګو ولايت په مربوطاتو کې ورمه ورځ د يوې ترافيکي پيښې له امله يو تن ووژل شو او درې تنه نورټپيان شول .
دغه پيښه دکابل -قندهار دلوى لارې په اوږدوکې د سيد آباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې هغه وخت رامنځته شوه چې يوه مسافروړونکى موټر له باروړونکو موټر سره ټکر وکړ.
د ميدان وردګو ولايت د ترافيکو يو مسوول باخترآژانس ته وويل چې په دې پيښه کې يوتن ووژل شو او درې تنه نور يې ټپيان شول.
ده د دواړو موټرونودچلوونکو ګړندي تک او نه پاملرنه ددغې ترافيکي پيښې اصلي انګيزه وبلله .
په همدي حال کې دميدان وردګو ولايت د يو روغتيايي مرکز ډاکترانو د دغې پيښې ديو ټپي حالت خراب بللى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ