هرات باختردتلې د مياشتې ٢٣ نيټه :
د هوايي شرکتونو د خدمتونو د ټيټوالي له پلوه د هراتيانوشکايتونه نن د دغه ولايت په ولايتي شورا کې وڅيړل شول.
د هرات د ولايتي شورا مرستيال توريالي طاهري د هرات د مسافرانو د شکايتونو په باب چې د کام اير د هوايي شرکت له لارې سفر کوي؛ وويل چې د ټکتونو په بيه کې توپير، د ټکټونو تور بازار کيدل او په ټاکلي وخت د الوتکو نه الوتنې او ناروغانو ته نه پاملرنه او نور شکايتونه طرحه کړل.
د کام اير هوايي شرکت مرستيال ژمنه وکړه چې په شرکت کې شته ستونزې لرې کوي او هم ناروغانو ته ويلچرونه په پام کې نيول کيږي.
پاى شکريه ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ