کابل باخترد ليندي څوارلسمه :
په تيرو ٢٤ ساعتو کې دکندهار د ٢٠٥ اتل قول اردو دځواکونو له خوا دګډو چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې ١٠ ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړى شوي دي .
د ٢٠٥ اتل قول اردو ددويمې پلې لوا پرسونل دزابل ولايت دارغنداب او شينکى ولسواليو د دروازه ګې ، سرخ سنګ او دب کوتل په سيمه کې دعملياتو په ترڅ کې ٩ ډول ډول ماينونه کشف کړي دي .
ددې تر څنګ داتل قول اردو ددريمې پلي لوا منسوبينو ويلي دي چې دکندهار ولايت دميوند ولسوالۍ د ميوند په سيمه کې دوسايط ضد يو ماين کشف او شنډ کړي دي .
2 د یوې دقیقې څخه لږ