۱۰۰ ورځې

د راى پاڼو د پلټنې بهير نن سهار د بېلابېلو دليلونو له امله وځنډول شو

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٢
دجمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتو د راى پاڼو دپلټنې او څيړنې بهير نن سهار په نهو بجو د بېلابېلو دليلونو له امله ځنډول شوى دى.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: د انتخاباتي ټيمونو استازي وايي چې د ملګرو ملتو سازمان غوښتنه کړې ده چې د انتخاباتي ټيمونو د استازو د غوښتنې له مخې د راى پاڼو درې درې زره صندوقونه دې ددغه سازمان د کتوونکو له خوا وڅيړل شي.
دوى وايي: په هغې غونډه کې چې پرون له همدې امله جوړه شوې وه؛ د بدلون او دوام ټيم ٢٤ ساعته وخت غوښتى و چې د دغې غوښتنې په باب خپل نظر څرګند کړي.
انتخاباتي ټيمونه هلې ځلې کوي چې ځينې صندوقونه انتخاب او د ملګرو ملتو د سازمان کتوونکو ته يې معرفي کړي .
تراوسه پورې معلومه نه ده چې د راى پاڼو د پلټنې بهير نن بيا دوام مومي؟
او د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مسوولينو تر اوسه په دې باب نظر نه دى څرګند کړى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته