کابل باختر د ثور څلورمه :
اووه تنه وسله وال طالبان پرون د بلخ ولايت په چاربولک ولسوالۍ کې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند جګړن محمد حنيف رضايي باختراژانس ته وويل چې، دغه وسله وال مخالفان د بلخ ولايت د چاربولک ولسوالۍ د اريغ په کلي کې له امنيتي او دفاعي ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول .
رضايي زياته کړه په دې جګړه کې پنځه تنه نور وسله وال مخالفين ټپيان شوي هم دي. ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ