سیاست

قاضي القضات هيواد ته راستون شو

کابل باختردلړم دمياشتې ١ :
قاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي په سويزرليند کې  په څوارلسمه نړيواله کلني کنګره کې له ګډون وروسته  چې ډيره مهمه موضوع يې دنړۍ په بيلابيلو هيوادونو کې دانتقالي عدالت  دحالت دڅيړنې په باب خبري وې ، نن هيواد ته راستون شو.
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختراژانس ته خبرورکړ.
قاضي القضات دخبرو په ترڅ  کې څرګنده کړه چې په دې ستره نړيواله غونډۀ کې  دنړيوال مالي اواقتصادي بحران په اغيزو سربيره دتروريزم اودهغه دنوى انکشاف، په نړۍ کې دامنيت ، اقتصاد اوسياسي ټينګښت  اودنويو ګواښونو پرخلاف دملي او نړيوالې همکاري  اودلازياتي مبارزي دپراختيا په ګډون  دموضوعګانوپه باب هم خبري وشوي .
دغه راز له تيلفون ، ايميل، انترنت  او له نورو ورته وسايلو څخه داستفادي په تګلوري کې معلوماتي تکنالوژي  چې دتروريستي منابعو  اوځالو له خوا کارول کېږي او دا چې  نوى نسلونه هيله لري   چې داداري فساد او دسازمان موندلو جرمونو پرخلاف دحکومتونو اوافرادو غوڅه  او متحده مبارزه دوام ومومي ، ددغه کنفرانس دخبرو وړ يوه بله مهمه موضوع وه .
په کنفرانس کې يو داسې اقتصادي سيستم په  جوړولو باندې ټينګاروشو چې دحقوقو  په برابري سربيره  دګډومسووليتونو برابري هم پکې وي .
دبشر په حقوقو دسترګي پټولو  دمخنيوي اوداوبو دمنابعو دمخ په کمښت حالت ، د اوبو او هوا دککړتيا اودژوندانه چاپيريال ته  دزيان موضوعګانې هم دسيميناردخبرو وړ موضوعګانو يوه برخه وه .
په کنفرانس کې دغه راز دعربي هيوادونو دبدلونونو  اودمديتراني په نورو هيوادونو دهغو داغيزو او هم دافريقا دټولې وچې دامنيتي او اقتصادي حالت په باب علمي او اکاډميکي خبري وشوي اوپه هر مورد کې لازم پيشنهادونه وړاندې شول .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته