امنیت

بلک هاوک هليکوپترونه د روسي هليکوپترونو ځاى نيسي .

کابل باختر د زمري لومړي :
په افغانستان کې دناتودغوڅ ملاتړ ماموريت اعلام وکړچې بلک هاوک هليکوپترونه  دروان ميلادي کال  داکتوبر په مياشت کې په لومړيو وختو کې  افغانستان ته رارسيږي  او دافغان پيلوټانو دروزنې ماموريت به  پيل شي .
   دباختراژانس دخبرله مخې ،  په افغانستا ن کې دناتو دغوڅ ملاتړ دماموريت وياند اعلام کړى دى  چې  دبلک هاوک هليکوپترونه  دروان کال داکتوبر دمياشتې په لومړيو وختو کې افغانستان ته رارسيږي  .
مخکې له دې هم دامريکا ددفاع وزارت يوه مقام  ويلي و  په پام کې لري چې ١٥٩بلک هاوک هليکوپترونه  دافغانستان ځواکونو ته چمتو کړي او دغه طرحه دامريکا دکانګرې  دپوځي مرستو په کلني تاييد پورې اړه لري .
امريکا په پام کې لري  چې په راتلونکي  يو نيم کال کې دافغانستان ځواکونو ته درې پنځوس  بلک هاوک  ډوله الوتکې  برابرې کړي .او ديرش کابوس  وارير ډوله الوتکې ، شپږ سوپر توکانو الوتکې ، او پنځه نورې اي سي -٢٨ ډوله ثابتې الوتکې هم  دافغان ځواکونو په واک کې ورکړي .
دغې الوتکې  دهغو ٧٨روسي هلکيوپترونو ځاى نيسي  چې امريکايان وايي چې اوس  له کاره وتلي دي .
  دناتو دغوڅ ملاتړ دماموريت وياند وايي چې  دغه  الوتکې  دافغان امنيتي ځواکونو دپياوړتيا  او ځواکمني او په افغانستان کې له پوځي ډب څخه دوتلو لپاره  يو فرصت دى  او پيلوټان  بايد ددغو الوتکو دکارولو لپاره  دولس اوونۍ  زده کړې وکړي .
  دملي دفاع وزارت دوياندمرستيال جنرال محمدرادمنش دامريکا دمرستوهرکلى کوي او وايي  چې همدا اوس  دوه سوه تنه  افغان پيلوټان په عربي هېوادونو ، چک جمهوريت او امريکا کې زده کړې کوي او دهغوى فراغت  له دغې تکنالوژي سره  يو ځاى دى .
  دغه الوتکې  زيات قدرت او ځواکمني لري او په دغو الوتکو سره  دپليو ځواکونو ملاتړ کيږي .
  دځمکنيو عملياتو دپرسونل  ليږدونه هم ددغو الوتکو په واسطه ترسره کيږي  دغه الوتکې  دافغانستان  دامنيتي ځواکونو لپاره  اغيزمنې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته