کابل باختر د ليندي دريمه :
دهيواد امنيتي ځواکونو پرون په ځينو ولايتونوکې دعملياتو په بهير کې څلويښت تنه ډار اچوونکي ووژل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبر ورکړ .
دغه عمليات چې د زابل ، ميدان وردګو ، کندز ، تخار ، ، بغلان ، ننګرهار ، نورستان ، لوګر او دهلمنددولايتونو په مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونو له خوا ترسره شوي و په بهير کې يې څلويښت تنه ډار اچوونکي ووژل شول پنځلس تنه ټپيان او يوولس تنه يې ونيول شول او دغه راز يوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم ترلاسه شوې .
دغه راز پوليسو دپکتيکا ولايت له مربوطاتو څخه يو ماين کشف او شنډ کړ .
1 د یوې دقیقې څخه لږ