امنیت

دبالابلوک ولسوالۍ دسيمه ئيزو پوليسو قوماندان ووژل شو .

کابل-باختر د تلې دمياشتې ٢٦ مه:
دفراه ولايت دبالابلوک ولسوالۍ دسيمه ئيزو پوليسو قوماندان دماين دچاودنې له امله ووژل شو .
دغه پيښه نن مازيګر دڅلوروبجو په شاوخوا کې دبالابلوک ولسوالۍ دکنسک په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې دجنرال ملهم دسپرلۍ موټر په ماين وخوت . په دې پيښه کې ددغه قوماندان دوه تنه ساتونکي هم وژل شوي دي .
دفراه دوالي ويندوى عبدالرحمن ژوندى په فراه ښار کې دباختراژانس خبريال عبدالفتاح ته وويل: ددغې چاودنې له امله دبالابلوک ولسوالۍ دسيمه ئيزو پوليسو قوماندان جنرال ملهم له خپلو دوو تنو ساتونکو سره ووژل شو .
  ويل کيږي چې ماين له لرې واټن څخه کنتروليده او کله چې ددغه امنيتي مسوول دسپرلۍ کاروان له سيمې څخه تيريده ، وچول شو .
په همدې حال کې  دفراه دوالي ويندوى وسله وال طالبان دپوليسو ددغه مسوول دترور مسوول وبلل او ويې ويل چې امنيتي ځواکونو ددغې پيښې دعاملينو دپيژندلو او نيولو لپاره پلټنې پيل کړي دي .
  جنرال ملهم پخوا يو جهادي قوماندان و او په دې وروستيو وختو کې دبالابلوک ولسوالۍ دسيمه ئيزو پوليسو دقوماندان په توګه  وګومارل شو .
دبالابلوک ولسوالۍ اوسيدونکي وايي چې دغه جنرال په دغې نا امنې ولسوالۍ کې دتروريستي  بريدونو دکمښت او طالبانو ته دماتې په ورکولو کې مهم رول درلود .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته