کابل باختر د کب څوارلسمه :
دڅه دپاسه يو مليون افغانيو په لګښت دننګرهار په ولايت کې داوبو لګولو يوکانال او يو ساتنيز ديوال جوړېږي .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دولسي تړون دپروګرام دعامه اطلاعاتو ادارې باختراژانس ته خبرورکړ.
ددغې پروژې کار ديومليونو ٥٨٠ زرو افغانيو په لګښت چې دخلکو لس سلنه ونډه هم پکې شامله ده دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دولسي تړون دملي پروګرام له خوا پيل شوى دى .
ددغو پروژو دکار په بشپړيدو سره دننګرهار ولايت دچپرهار په ولسوالۍکې درې سوه جريبه کرنيزه ځمکه خړوبېږي او دوه سوه شل کورنى به دهغو له اسانتياو څخه ګټه واخلي .
ختم_ ف _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ