نړۍ

د روسيې د سايبريا په يوه مارکيټ کې اورلګيدنه

مسکو باختر دوري دمياشتې ٦ نيټه :
د رارسيدلوخبرونو له مخې د روسيې د سايبريا په لويديځ کې دکمرورو ښار دپېرودنې په يوه مرکز کې د اورلګيدنې له  امله ٣٧  تنه ووژل شول.
باختر آژانس  د بي بي سي ل خولې خبر راکړ ؛ د روسيې رسنۍ وايي يو شمېر خلک له  هغې جملې څخه ماشومان  هم په دغې پيښه کې بيدرکه شوي دي.
د لومړنيو خبرونو له مخې ؛  اورلګيدنه د ودانۍ په څلورم پوړ کې پيل شو ې او  ويل کېږي ځينې خلکو له اور څخه د تيښتې په خاطرځانونه د ودانۍ له کړکيو څخه بهر غورځولي دي.
کمروروي د مسکو دختيځ په  ٣٦٠٠ کيلومترۍ واټن کې  د روسيې د ډبرو د سکرو د توليد يو مرکز  دى.
ويل کېږي چې اورلګيدنه د ودانۍ په يوه تفريحي ځاى کې  چې هلته يوه سينما هم شته  پيل شوه   او د دې اندېښه شته  چې زيات شمېر ماشومان په ودانۍ کې بندپاتې وي   او سينما ته څېرمه د ودانۍ چت هم نړيدلى دى.
تر اوسه پورې د اور لګيدنې علت نه دى اعلام شوى.پاى شکريه ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته