امنیت

اته ويشت طالبان په غورکې ووژل شول

کابل/ د ليندۍ٢٠مه/باختر
د وسله والو طالبانو٢٨ غړي په غورکې د پوځيانو په ځمکنیو او هوایي بریدونوکې ووژل شول او د دغې ډلې شپږ مرکزونه له ټولو جنګي وسایلو سره يې لمنځه لاړل.
په غورکې پوځي مقامات وایي چې په بریدونوکې طالبانو سخته ماته خوړلې ده او زیاتره یې نورو ولایتونو ته تښتېدلې دي.
د پوځیانو بریدونه له هغه وروسته په غورکې زیات شول چې په دغه ولايت په وروستيوکې د طالبانو شتون او فعالیتونه زیات شوي وو؛ هغه فعاليتونه چې د غور اوسېدونکو یې انديښمن کړي وو.
د هېواد په لوېدیځ کې د ظفر قول اردو یوه جګپوړي قوماندان د باختر آژانس خبریال ته وویل چې په بریدونوکې ٢٨ وسله وال طالبان ووژل شول او لسګونه نور یی ټپیان شول.
هغه وویل چې په دغو هدفمندو بریدونوکې د طالبانو شپږ مرکزونه له ټولو جنګي تجهیزاتو سره يې ويجاړ لاړل.
د وسله والو طالبانو د شتون او فعالیتونو له امله د غور د ځینو سيموکې سلګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ټه اړ شوې دي.
پاى/سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته