ټولنه

دکابل ښار په يوه تجارتي ودانۍ کې اور لګيدنه .

کابل باختر د چنګاښ  دولسمه :
دکابل ښار دپنځمې ناحيې په مربوطاتو کې داور لګيدنې يوې پيښې مالي تاوانونه واړول .
دکابل ښار دپنځمې  امنيتي حوزې آمر سمونوال محمد کبير برمک باختراژانس ته وويل: پيښه دګازو دډبي  دچاودنې زيږنده وه چې دملي بـس دساحې تر شاه  دګازو دپلورنې په يوه دوکان کې رامنځته شوه چې دسرزيان يې نه دى اړولى .
  داور وژنې  پوليسو دپيښې  په لومړيو شيبو کې په مجادلې لاس پورې کړ او دلګيدلي اور دپراختيا مخه  يې ونيوله خو عيني شاهدانو وايي چې اور په يوه درې پوړيز پلورنځي کې ولګيد چې مالي تاوانونه يې اړولي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته