ټولنه

دپنجشير دمرکز عمومي واټ ترميمږي .

کابل باختر د وري پنځه ويشتمه :
دپنجشير ولايت دمرکز دعمومي واټ دترميمولو کار نن ددغه ولايت دفوايد عامې دادارې له خوا پيل شو .
  دپنجشير ولايت دفوايد عامې رييس حشمت الله حکيم دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه سړک د دالان سنګ له سيمې څخه ددغه ولايت دمرکز بازارک تر بهارک پورې ترميميږي .
   ده زياته کړه چې ددغه واټ دترميمولو کار دهغو موادو په کارولو سره چې ددغه ولايت دفوايد عامې دادارې په واک کې شته په دريو مياشتو کې بشپړيږي . 
داپه داسې حال کې ده چې تيره اوونۍ  ددغې حوزې دوسايطو يو شمير چلوونکو ددغه واټ دخرابوالي له امله دپنجشير ولايت دفوايدعامې ادارې ته شکايت کړى و . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته