روغتیا

د نايب امين الله خان لوګري روغتون ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

کابل / باختر/ د زمري ٣مه
د هېواد دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروزالدين فيروز او د پاکستان د پارلماني چارو وزير شهريار افريدي  د نايب امين الله خان لوګري روغتون پرانست.
دغه روغتون د پاکستان په مرسته  د اتلسو ميليونو امريکايي ډالرو په لګښت په اساسي  ډول جوړ او په پرمختللو طبي وسايلو سمبال شوى دى .
د نايب امين الله خان لوګري سل بستريز روغتون د تروما، جراحۍ، بېړنۍ، داخله، نسايي او ولادي ، د ماشومانو  او د کلينيک څانګې لري.
د باخترآژانس د خبريال د خبرله مخې، د هېواد د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز  د ياد روغتون  د پرانستلو په غونډه کې وويل:  په دغه روغتون کې نه يوازې د لوګر خلکو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کېږي، بلکې د ګاونډيو ولايتونو خلک هم د دغه روغتون له روغتيايي خدمتونو څخه ګټه اخلي .
ډاکتر فيروز زياته کړه، د دغه روغتون د بنسټ ډبره لس کاله مخکې ايښودل شوې وه  چې کار يې د ستونزو له امله بند شوى و، خو د ملي وحدت د حکومت په هلوځلو سره   يې بيا ځل د رغولو چارې پيل شوې.
د پاکستان د پارلماني چارو وزير شهريار افريدي د دغه روغتون په پرانستلو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې د دغه روغتون  جوړول د افغانستان او پاکستان اړيکې  لاپياوړې کوي  او د پاکستان دولت په افغانستان کې  د خپلو مرستو په دوام ژمن دى.
افريدي زياته کړه: د پاکستان هېواد چمتو دى  چې  ٤٠٠ افغان ډاکتران د اړتيا په برخو کې  د تخصص تر کچې پورې و روزي .
شهريار ټينګار وکړ، چې پاکستان درې روغتونونه د ننګرهار، کابل او لوګر په ولايتونو کې  جوړ کړي دي  او دغه هېواد تراوسه پورې په بېلابېلو برخو کې په         افغانستان کې  څه دپاسه يو ميليارد ډالر مرسته کړې ده.
په همدې حال کې د لوګر والي محمد انورخان اسحق زي او د لوګر د ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي  د دغه روغتون د جوړولو په لاره کې د عامې روغتيا وزارت د مشرتابه  دهلوځلو قدردانى وکړ.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته