(PS)خبرونه(PS)سیاست(PS)اقتصادTOP(PS)(PS)ټولنه

يو شمېر بهرنيو پانګوالو د نوي کابل ښار په پروژه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده

کابل، د زمري ۱۹مه، باختر
د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني له یو شمیر بهرنیو پانګوالو سره په نوي کابل ښار کې د پانګونې په موخه وکتل.
یادو پانګوالو د نوي کابل ښار پروژې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې په اړه لیوالتیا وښوده او زیاته یې کړه، چې که زمینه ورته برابره شي په نوي کابل ښار کې به د مسکن په جوړلو، برښنا تېرولو، سړکونو، لومړۍ درجه زېربناء چارو او دغه راز د اوبو په رسولو برخه کې پانګونه وکړي او د کابل نوي ښار او اوسني کابل ښار ته به د پنجشېر اوبه را ورسوي.
په ورته وخت کې د کور او ښار جوړولو سرپرست په دغه کتنه کې وویل چې د اسلامي امارت د ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو په کلکه ملاتړ کوي، زمینه ورته برابروي او هڅه کوي، چې پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
نوموړي همدارنګه پانګوالو ته د امکان تر بریده د هر راز مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ او یادونه یې وکړه، چې د پانګوالو وړاندیزونه به د ریاست له الوزرا اقتصادي معاونیت سره شریک کړي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا